Sep 18, 2020 13:44 Asia/Kabul
  • نادري: هيله لرو چې طالبان به اوربند ومني

که څه هم د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو ترمنځ خبرې تر اوسه یوازې پر تخنیکي مسایلو متمرکزې دي، خو د افغان حکومت د پلاوي ویاند نادر نادري ویلي، چې له طالبانو سره پر اوربند موافقې ته هیله‌مند دی.

دافغان رسندویو له ر اپور سره سم د  افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي وياند احمد نادر نادري هيله ښودلې ده چې له طالبانو سره به په اوربند سلا وشي.

که څه هم د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو ترمنځ خبرې تر اوسه یوازې پر تخنیکي مسایلو متمرکزې دي، خو د افغان حکومت د پلاوي ویاند نادر نادري ویلي، چې له طالبانو سره پر اوربند موافقې ته هیله‌مند دی.

خو په دې اړه نور جزئیات نه ‌دي ورکړل شوي.

نادري له دې مخکې هم ویلي و، چې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف موارد ډېر نه ‌دي او هیله‌ یې څرګنده کړې وه چې د ده په وینا یو یا دوه اختلافي ټکي به هم ډېر ژر حل شي.

نادري دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تیره اونۍ په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شوي خو تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

 

ټیګونه

کمنټونه