Sep 18, 2020 13:46 Asia/Kabul
  • تاجیکستان د بندونو په جوړولوکې  له افغانستان سره مرستې ته چمتووالی وښود

امریکا په افغانستان کې په خپل شتون کې تراوسه د بندونو جوړولو او نورو عمرانی زمینو کې هیڅ ندی کړی او یوازې ډیرې پیسې یې په وسلو او مهماتو لګولی دي چی په دغو وسلو بیا بیګناه افغانان وژل کیږی .

 

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر په تاجکستان کې له خپل تاجک سيال سراج الدین مهرالدین سره کتلي دي.

اتمر په دې لیدنه کې له تاجکستان څخه د لا ډېرې برېښنا د پېرودولو غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال د افغانستان د برېښنا شرکت رئيس هم په همدې سفر کې شتون لري، څو په دې اړه له تاجک چارواکو سره خبرې وکړي.

بل لورته د تاجکستان د بهرنيو چارو وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا او د فرهنګي همکاریو د پیاوړتیا غوښتنې ترڅنګ وویل، تاجکستان د بندونو په جوړولو کې ښه تجربه لري او په دې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده  چې افغانستان په شته اوبو کې د برېښنا له لویې ستونزې سره مخ دی.

امریکا په افغانستان کې په خپل شتون کې تراوسه د بندونو جوړولو او نورو عمرانی زمینو کې هیڅ ندی کړی او یوازې ډیرې پیسې یې په وسلو او مهماتو لګولی دي چی په دغو وسلو بیا بیګناه افغانان وژل کیږی .

 

ټیګونه

کمنټونه