Sep 19, 2020 04:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان شخصیتونو د خبرو اترو ملاتړ وکړ

طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح د قطر د سولې د خبرو د بهیر په دوام ټینګار وکړ .

هغه پرون د افغانستان د ارواښاد ولسمشر برهان الدین رباني د ټرور د کلیزې په دستورو کښې وویل په هیواد کښې د جنګ دوام غلط کار دی او باید له لاس ته راغلي فرصت څخه د سولې لپاره استفاده وکړو .

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني هم په دغو دستورو کښې ټینګار وکړ په هیواد کښې په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې ریاستي نظام ناکامه و او د قطر د سولې بهیر داسې فرصت دی چې د افغانستان د سیاسي نظام د جوړښت په هکله پریکړه وشي .

په همدې اړه د افغانستان د حزب وحدت مردم ګوند مشر محمد محقق هم وویل په قطر  کښې د سولې مرکچیان باید شخصي اختلافات څنګ ته کړي او له لاس ته راغلي فرصت څخه په هیواد کښې د ثبات لپاره هڅه وکړي .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا د مشر عبدالله عبدالله په شمول د هیواد ځینو نورو سیاسي او مذهبي شخصیتونو هم چې په دغو دستورو کښې یې ګډون درلود د قطر د سولې د خبرو له پیلیدا سره په یووخت یې د اوربند په ټینګیدا هم تاکید وکړ .

عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې په افغانستان کښې د جنګ او د وژلې دوام غلط کار دی  او د سولې لپاره لاس ته راغلی فرصت باید له لاسه ورنکړو .

 

ټیګونه

کمنټونه