Sep 23, 2020 13:21 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د کبانو د تولید په کال کې ۱۱ زره مټریک ټنو ته رسېږي

د افغانستان د کرهڼې او مالدارۍ وزارت دغه مقام وئيلی دي ، دا مهال په افغانستان کې د کبانو د تولید او محصولاتو د روزنې کابو دوه زره فبریکې او فارمونه شته او هڅې روانې دي چې شمېر یې لا زیات شي.

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  دافغانستان د کرهڼې او مالدارۍ وزارت ویندوی  اکبر رستمي نن  رسندویو ته په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، دا مهال ډېره برخه کبان په کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او کونړولایتونو  کې تولیدېږي.

نوموړي وویل، تر دې وړاندې د افغانستان د اړتیا وړ ډېره برخه کبان له پاکستانه واریدیدله ، خو  له دې وروسته به  په افغانستان کې د کبانو د تولید فبریکې او فارمونه  لازیات شي ،څو  د افغان ولس دغه اړتیا پخپله داخل کې پوره شي .

د افغانستان د کرهڼې او مالدارۍ وزارت دغه مقام وئيلی دي ، دا مهال په افغانستان کې د کبانو د تولید او محصولاتو د روزنې کابو دوه زره فبریکې  او فارمونه شته او هڅې روانې دي چې شمېر یې لا زیات شي.

Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه

کمنټونه