Sep 23, 2020 14:24 Asia/Kabul
  • سوله د افغان ولس یو ملی او حیاتي  آرمان دی

ډيری سیاسی اوامنیتی کارپوهان اوشناندي په دې اند دي ، دغه خبرې اترې د امریکا په اختیار کې او د واشنګټن محصول دی او ډونالډټرمپ هڅه کوي ، دانتخاباتو په درشل کې له دغو خبرواترو پخپلې ګټې استفاده وکړي.

 زمونږخبریال د آریانیوز خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي  نن د افغانستان په چارو کې د  چین له ځانګړي استازي لیوجیان سره په کتنې کې وئيلي دي،د افغانستان ولس دجنګ د ختمیدا او دسولې دټينګیدا لپاره  شیبې شمیري .

 د افغانستان پخواني ولسمشر ددې خبرې په کولوسره چې طالبان د افغان ښاریزو یوه برخه  دي،هیله وښودله،په قطر کې بین الافغاني خبرې اترې زرترزره   ښې نتیجې ته ورسیږي،او  درست افغان ولس  د سولې او وروولۍ په فضا کې سره  ګډ ژوند وکړي .

د سولې بین الافغاني  خبرې تیره شنبه ورځ راهسې  په قطر کې د کابل حکومت اوطالب استازو ترمینځ پیل شوي  چې  تر دې دمه ئې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې . ډيری  سیاسی اوامنیتی کارپوهان اوشناندي  په دې اند دي ، دغه خبرې اترې  د امریکا په اختیار کې او د واشنګټن  محصول دی  او ډونالډټرمپ  هڅه کوي ،  دانتخاباتو په درشل کې  له دغو خبرواترو  پخپلې ګټې استفاده وکړي.

داپه داسې حال کې دي چې  د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا په افغانستان کې د تاؤتریخوالي په زیاتیدا په اعتراف سره پر ښکیلو لورو غږ کړی ، د  بین الافغانی خبرواترو په وخت دې له تاؤتریخوالي لاس واخلي  او افغان ولس دې له سولې اوثباته برخمن کړي .

 

ټیګونه

کمنټونه