Sep 23, 2020 15:13 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان اړیکې نوره هم پراخیږي

د افغانستان دپارلیمان استازو همدرااز په بیلابیلو تجارتي اواقتصادي ډګرونو کې دایران داسلامی جمهوریت له تجروبو د استفادې غوښتنه هم کړې .

 زمونږخبریال راپور راکړ د  ایران او افغانستان د پارلیمانونو د استازو غونډه نن په کابل کې ترسره شوي  او په دغې ناستې کې  په افغانستان کې  د ایران پانګوالو ،له دغه هیواد سره د تیلو او ګیسو منتقلیدا، په ایران کې د افغان کډوالو  زده کونکو زده کړې ، په افغانستان کې  د وسپنې  دکارخانو جوړول  او په دغه هیواد کې د سولې بهیر  او  دایران  او  افغانستان  د سټراټژيک سند برابرول  وسپړل شول اوپرې دنظر تبادلې  وشوې . 

په دغې ناستې کې د افغانتسان  د  ولسی جرګې یوه غړي  غلام سرور سعادت  په ایران کې د افغان زده کونکو دزده کړو په زمینې کې  داسلام  ایران  داقداماتو قدرونه اوستاینه وکړه .

 په دغې ناستې کې د بامیانو  دخلکو استازي ظهیر الدین جان آقا  هم  په دغې ناستې کې   له افغان کډوالو څخه د اسلامی ایران د حکومت او ملت  میلمه پالنې قدرونه وکړه .

 د افغانستان دپارلیمان استازو  همدرااز  په بیلابیلو تجارتي اواقتصادي  ډګرونو کې دایران داسلامی جمهوریت له تجروبو  د استفادې غوښتنه هم کړې .

  د اسلامی ایران  دپارلیمان استازو  هم په دغې ناستې کې   افغانستان  ته په بیلابیلو اقتصادي  اوپراختیائي  ډګرونو کې د تجروبو دمنتقلولو لپاره  خپل چمتووالی  اعلان کړ .

 

ټیګونه

کمنټونه