Sep 24, 2020 06:37 Asia/Kabul
  • افغان چارواکي: طالبانو ارزګان کې ۲۸ تسلیم شوي عسکروژلي

د مجاهد په خبره دا عسکرد دوی له جنګیالیو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

د ارزګان ځايي چارواکي وايي طالبانو هغه عسکروژلي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هغوی په محاصره کې وو.

د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي، وسله والو ورسره ژمنه کړې وه چې دغو عسکرو ته به له تسلیمېدو وروسته زیان نه رسوي، خو په خبره یې چې خپله ژمنه یې نه ده پوره کړې او ۲۸ واړه ټول عسکر يې وژلي دي.

 

د راپورونو له مخې طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي چې د ولسوالۍ ګڼې سیمې یې نیولي دي.

 

یو شمېر سرچینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ددغې ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ د طالبانو له لوري محاصره شوي هم دي.

 

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټويټ پیغام کې د حکومتي چارواکو دا ادعا رد کړي چې ګوندې یاد ۲۸ عسکریې له تسلیمۍ وروسته وژلي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه