Sep 26, 2020 17:46 Asia/Kabul
  • خبري اتري، په افغانستان کې سولي ته د رسېدو یواځنۍ لاره

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل چي په افغانستان کې سولي ته د رسېدو یواځنۍ لاره خبري اتري دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان ایرنا ته ویلي چي د افغانستان ولس د سولي پسې لالهاند دي او د تاوتریخوالو او د پردیو د لاسوهنو د ختمېدو تمه لري.

هغه زیاته کړه: په افغانستان کې د سولي مزل سخت او تر لاسه کول یې ګران دی خو بې له خبرې اترې او سیاسي مفاهمه بله هیڅ چاره نه شته.

امینیان دې ته په اشارې سره چي د افغانستان د سولي په بهیر کې ایران تسهیل کوونکی رول لوبوي وویل: د سولي د ټینګېدو او د دې هیواد د پرمختګ لپاره ایران همکاریو ته تیار دی.

هغه هیله وښودله چي په افغانستان کې د سولي په راتګ سره د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پراختیا حق لري.

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه