Sep 27, 2020 06:04 Asia/Kabul
  • خلیلزاد نتیجې ته د افغانستان د صلحې د مذاکراتو په رسیدو کښې شک کوي

د افغانستان لپاره د امریکې د حکومت ځانګړي استازي د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د مذاکراتو نتیجې ته له رسیدو شک څرګند کړ.

د افغانستان لپاره د امریکې د حکومت ځانګړي استازي د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د مذاکراتو نتیجې ته له رسیدو شک څرګند کړ.

ځلمي خلیلزاد پرون وویل: واشنګټن د کابل حکومت او طالبانو ترمینځ د خبرواترو د بریالیتوب لپاره هیڅ نیټه نه ده ټاکلې.

هغه زیاته کړه، احتمال شته چې طالبان به د افغانستان له حکوم سره یوې سیاسي موافقې ته له رسیدو مخکښې د اوربند منلو ته غاړه کښې­نه­ږدي.

په افغانستان کښې د جنګ جګړو د ختمولو په موخه د امریکې په مینځګړیتوب د افغان حکومت او طالب ډلې ترمینځ د صلحې خبرې اترې د ستمبر له دولسمې څخه د قطر په پلازمینه دوحه کښې پیل شوې دي خو لا یې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان باوري دي چې دغه مذاکرات یوه امریکايي طرحه ده او د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي چې د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په درشل کښې له دغو خبرواترو څخه د ځان په ګټه کار واخلي.

 

ټیګونه

کمنټونه