Sep 27, 2020 12:12 Asia/Kabul
  • طالبان په خبروکې په وخت ضایع کولو پسې دي

نادری وویل طالبان د افغان ملکیانو او امنیتی عسکرو په هدف ګرځولو سره په لټه کې دي څو په کابل کی حکومت تر دباو لاندې راولی .

په قطرکې د افغان حکومت خبرو کونکی ټیم  غړی نادر نادری سپوتنیک خبری اژانس ته وویل د طالبانو ډله د دوحې د سولې د د مزاکراتو په بهیر کې په کارړنګونې او پلمه جوړونې سره موافقې ته د رسیدا خنډ دی .

د نادر نادری په وینا  طالبان  د موافقې د ځینو هغو اړخونو په اړه په بیا خبرو اترو پسې دي چی د فرورۍ په ۲۹ په دوحه کی له امریکا سره موافقې ته ورسیدل .

نادری وویل طالبان د افغان ملکیانو او امنیتی عسکرو په هدف ګرځولو سره په لټه کې دي څو په کابل کی حکومت تر دباو لاندې راولی .

له بلې خوا په دوحه کې له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د خبرو اترو د بندیدا په اړه ضدونقیض راپورونه وایی . په کابل کی ځینو حکومتی سرچینو نن وویل په تیرو څو ورځو کې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د خبرو اتروکونکیو پلاویو ترمینځ  هیڅ کتنه نده درلودلی او د هغو مقدماتی خبرو اترو بهیر چی له دو اونیو مخکې پیل شوی وو ، اوس بند شوی دې .

ویل کیږی چی په افغانستان کې د اوربند دټینګولو موضوع یوه اختلافی مسله ده چی ، دولت غواړی چی اوربند دې وشی خو طالبان  له سیاسی موافقې ته رسیدا مخکې له اوربند سره مخالف دي .

 

 

ټیګونه

کمنټونه