Sep 28, 2020 13:00 Asia/Kabul
  • ناټو د افغانستان له حکومت سره د ملګرتیا د دوام لپاره شرط وټاکه

د افغانستان په چارو کښې د ناټو غیرپوځي استازي د صلحې د موافقې د کیدو په بڼه کښې د اشرف غني له حکومت سره د ملګرتیا د دوام خبر ورکړ.

د افغانستان په چارو کښې د ناټو غیرپوځي استازي د صلحې د موافقې د کیدو په بڼه کښې د اشرف غني له حکومت سره د ملګرتیا د دوام خبر ورکړ.

آوا خبري آژانس لیکلي چې سټیفانو پونټیکورو وویل: کله چې طالبان او د افغانستان حکومت د اوربند او د جنګ د ختمولو په سر موافقې ته ورسي، هله به ناټو د امنیتي مسایلو په شمول د دغه هیواد په چارو کښې رول ولوبوي.

هغه ادعا وکړه چې هغه صلحه به ارزښتناکه وي چې په افغانستان کښې د ناټو او امریکې د تیرو شلو کالو د لاسته راوړنو ساتنه وکړي.

د ناټو د استازي دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې له ترهګرۍ سره د مقابلې په پلمه په افغانستان کښې د امریکې ۱۹ کلن پوځي شتون د لکونو بیګناه افغانانو له وژلو، د دغه هیواد د بیخ بیناؤ له ورانولو، د مسلمانانو د مقدساتو له سپکاوي او د ترهګرۍ او ناامنۍ له پراخولو پرته بله نتیجه نه ده لرلې.

 

ټیګونه

کمنټونه