Sep 29, 2020 04:53 Asia/Kabul
  • په تورخم کښې د ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

په لومړي ځل د ډیورنډ پولې ته څيرمه تورخم ښارګوتي کې د یو ښونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه.

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړې چې د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري وویل: د دې ودانۍ په جوړیدو سره به هغه زده کونکي چې په دې سیمه کې د ښوونځي د نشتوالي له امله د ډیورنډ پولې پورې غاړه پاکستاني ښوونځیو ته د زده کړو لپاره تلل راوګرځي.

د پوهنې رییس وویل دا ښوونځې په دوه پوړونو کې د ښاري پراختیا وزارت په شپږ ویشت ملیونه افغانۍ جوړ شوی چې شل درسي او څلور اداري خوني، کمپیوټر خونه، کتابتون، او د ساتونکو لپاره ځانګړې خونه او همدارنکه د څښاک پاکې اوبه، د زده کوونکو لپاره تشنابونه اودرسي څوکۍ هم لري. په دغه ښوونځي کې اوسمهال د دوه سوه نجونو په ګډون څه باندې پنځه سوه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

 

ټیګونه

کمنټونه