Sep 29, 2020 05:36 Asia/Kabul
  • د امریکې له راتګ راهیسې د افغانستان زیاتره بیخ بیناوې ورانې شوې دي

د افغانستان د سړکونو او لویو لارو په شمول د دغه هیواد زیاتره بنسټیز جوړښتونه د امریکې د ماته خوړلي پوځي شتون له وختو نه وران ویجاړ شوي دي.

د افغانستان د سړکونو او لویو لارو په شمول د دغه هیواد زیاتره بنسټیز جوړښتونه د امریکې د ماته خوړلي پوځي شتون له وختو نه وران ویجاړ شوي دي.

طلوع نیوز خبري چینل خبر ورکړې چې د افغانستان د لارې او ښارجوړونې وزارت پرون وویل: د امریکې په ۱۹ کلن جنګ کښې د کابل-قندهار د لوې لارې په شمول چې د جوړولو د لګښت اندازه یې له یو میلیارډ ډالرو زیاته لګول شوې ده، زیاتره سړکونه نن سبا په ډیر بد حالت کښې دي.

د دغې وزارتخانې مرستیال ویاند محمد اشرف حق شناس وویل: د افغانستان د شمال شاهراه او د سالنګ لاره نن سبا ورانه او ناامنه ده او حکومت یې د جوړولو لپاره کومه خاص بودجه نه لري.

 

ټیګونه

کمنټونه