Sep 29, 2020 07:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان په چارو کښې د ایران د خارجه وزارت د ځانګړي استازي صلاح مشورې

د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کښې د ازبکستان د ولسمشر له ځانکړي استازي او د جرمني له استازي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کښې د ازبکستان د ولسمشر له ځانکړي استازي او د جرمني له استازي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

«محمدابراهیم طاهریان‌فرد» پرون د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د افغانستان موضوع ته د ملګرو ملتو د لازیاتې پاملرنې او ورپاره د متناسبې لارې چارې د برابرولو په لړ کښې د دغه هیواد د ولسمشر شوکت میرضیایف د مشورې ملاتړ وکړ.

هغه هم داشان د افغانستان په چارو کښې د جرمني له استازي سره په جلا ټیلیفوني خبرو کښې بین الافغاني صلحې د مذاکراتو او په دغه هیواد کښې د صلحې او ثبات د ټینګښت په ضرورت ټینګار وکړ.

 

ټیګونه