Oct 09, 2020 05:52 Asia/Kabul
  • هند له افغان سولې بهیره ملاتړ کوي

د ملي مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر، نرندرا مودي سره نوي ډيلي کې ولیدل.

د آوا خبري آژانس د راپور له مخې، د ملي مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر، نرندرا مودي سره نوي ډيلي کې ولیدل.
د ملي مصالحې عالي شورا د خبرپاڼې له مخې نرندرا مودي د افغان سولې بهیر په تړاو ویلي دي:«هغه سوله چې افغانانو ته د منلو وي، هند ته د منلو ده او هېواد یې افغانستان کې له دوامداره ثبات او سولې ملاتړ کوي.»
مودي زیاته کړې افغانستان کې د سولې له راتګ سره به نور ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه نه وي برابره.
د خبرپاڼې له مخې مودي له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
لیدنه د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د هند له همکاریو درناوی کړی او د دوحې د سولې هڅو په تړاو یې مالومات ورکړي.

ټیګونه

کمنټونه