Oct 20, 2020 07:30 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتو په غور ولایت کښې د موټر بم برید وغندۀ

د ملګرو ملتو مشر انتونیو ګوټرش پرون په غور ولایت کښې د موټر بم برید کلک وغندۀ، چې له لسګونه کسانو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.

د خبريال خبري سائيټ د رپوټ له مخې نوموړي په ډاګه کړې، چې هغه د افغانستان په غور ولایت کې د پولیسو پر مرکز برید بې ګټې بولي او غندنه یې کوي.

لومړني راپورونه ښیې، چې په دغه موتر بم چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او په لسګونه نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې دا هم راغلي: هغه څوک، چې دا ډول جرمونه کوي باید محاسبه ور سره وشي.

نوموړي د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواشیني څرګنده او ټپيانو ته یې د پوره روغتیا هیله کړې ده.

 

ټیګونه