Oct 20, 2020 11:40 Asia/Kabul
  • د سولې له بهیره په ملاتړکې د ایران دریځونه دافغانستان لپاره مهم دي

د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر د ایران او افغانستان د ملګرتیاؤ د جامع سند د ترټولو وروستي وضعیّت په باب هم وئيلي ، داقتصادي مناسباتو پراختیا، ددواړو هیوادونو په ګټه ده ،نو ځکه په وروستیو دوو کلونو کې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ په جامع سند کار شوی او یو لړ پرمختګونه هم پکې شوي دي .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د افغانستان د ملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا...عبدا....ددې خبرې په کولو سره چې د افغانستان دسولې په بهیر کې د ایران دریځونه مهم دي ټينګارکړی،ایران  دیوه ګاونډي هیواد په توګه ،د افغانستان د سولې  دبهیر په پرمختګ کې مهم رول  لوبولی شي .

 ډاکټر عبدا... چې تهران ته په سفر راغلی ، بیګا له ایرنا خبری آژانس  سره په خصوصي مرکې کې دې ته په اشارې سره چې د سیمې د هیوادونو ملګرتیا د سولې او خبرواترو د بهیر په پرمختګ کې مرسته کولی شي،وئيلي دي،د په سیمه ایزو او نړیوالو  مشورو کې د ګاونډي هیواد دریځونه د افغانستان لپاره ډير مهم دي .

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې د افغانستان خلک  دتل پاتې سولې او همداراز د هغو بریاؤ،چې ورپاره ئې قربانۍ ورکړي دي ساتل غواړي، ووئيل له نیکمرغه د ایران او افغانستان دریځونه  سره ډير نزدې دي .

ټیګونه

کمنټونه