Oct 20, 2020 13:46 Asia/Kabul
  • په قطرکې دکابل حکومتي او طالب استازو ناسته بې نتیجې وه

نادري څه موده مخکې هم خبرداری ورکړی ؤ چې که نښتې دوام وکړي ، نو د افغانستان د حکومت مرکچي ډله ممکنه ده د خبرواترو په باب په بیا کتنې مجبوره شي .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړی،د طالبانو د مرکچي ټيم ویندوی محمد نعیم وئيلي دي،د دوي درې کسیزې ډلې د قطر د خبرواترو د ایجنډا داختلافي  مسئلو دحل لپاره  د افغانستان د حکومت  له درې کسیزې تماس ډلې سره  کتنه او خبرې کړي دي .

 هغه زیاته کړې،په دغې ناستې کې  بیا هم د اختلافي ټکو په باب  خبرې شوي  او ددغو ناستو پر دوام ټینګار شوی څو زرترزره د خبرواترو د ایجنډا په سر نهائي موافقه وشي .

 د افغانستان د  حکومتي مرکچي ټیم ویندوي نادر نادري هم  ددغې ناستې په تائيدولو سره وئيلي دي،چې لیده کاته به د  اختلافي موردونو تر حل پورې دوام وکړي .

 ددواړو مرکچي لورو خبرې،بلکې د خبرواترو د ایجنډې په باب  ناستې،د افغانستان  په څه دپاسه شلو ولایتونو کې  د سختو نښتو او اخ و ډب  له دوام سره په یووخت  روانې دي .

 نادري څه موده مخکې هم خبرداری ورکړی ؤ چې که نښتې دوام وکړي ، نو د افغانستان د حکومت مرکچي ډله ممکنه ده  د خبرواترو په باب په بیا کتنې مجبوره شي.  د کابل حکومت د مرکچي ډلې ویندوي د قطر د موافقې ،یعني د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ  د شوي موافقې د مادو او د حنفي فقې  د  اساس   ګرځولو په باب دطالبانو دلې د ټينګار په باب  هم وئيلي دي ، دغه اقدام  د اور بند په څير د اصلی بحثونو په باب د  خبرواترو  مخه نیولې ده .

 

ټیګونه

کمنټونه