Oct 21, 2020 13:40 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې زیات زیتون کرل شوي دي

دننګرهار د زیتونو په حاصلاتوکې زیاتوالی راغلی دی زمونږخبریال وايي د افغانستان دننګرهار کانال وادی ریس انجنیر عبدالقهار حیدری وایی د تیر کال په پرتله دننګرهار دزیتونو په حاصلاتوکې پنځه سوه(500) ټنه زیاتوالی راغلی دی.

 نوموړي وویل اوسمهال د زیتونو د حاصلاتو راټولول او ترې د زیتونو دپروسس په فابریکه کې د غوړیو او اچارو جوړولو پروسه پېل شویده .

انجنیر عبدالقهار حیدری دزیتونو دحاصلاتو ډیرښت د زیتونو ونوته پاملرنه، دمرضونو مخنیوی اوښه مدیریت په ګوته کړ دننګرهار زیتون او ترې تر لاسه شوي غوړي دښه کیفیت له امله ځانګړی نوم لري

 

ټیګونه

کمنټونه