Oct 21, 2020 13:47 Asia/Kabul
  • کابل کې د نشه يي توکو د پلور شبکې دوه غړي ونیول شول

زمونږخبریال وايي دافغانستان دکورنیو چارو وزارت خبر پاڼه وایي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار داتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو د پلور شبکې دوه(۲) غړي نیولي دي.

له یادو کسانو څخه ۲۹۲۲۵۰ افغانۍ، ۲۴۰۰۰ کلدارې، ۱۰۰ امریکايي ډالره، ۲۰۰۰ افغانۍ جعلي پیسې او یو اندازه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.خبر پاڼه زیاتوي چې یادو ځواکونو د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د درېیمې او اومې حوزو په اړوند سیمو کې د دریو(۳) بېلو عملیاتو په پایله کې د الکولي څښاکو درې پلورونکي نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم ننګرهار، بلخ او هرات کې پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شوي وو.

ټیګونه

کمنټونه