Oct 21, 2020 15:17 Asia/Kabul
  • د افغانستان د حکومت او د طالبانو مرکچیان بدل شول

تسنیم خبري اژانس وايي په قطر کښې د طالبانو او د افغانستان د حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړي د دغه ډلې په غوښتنه بدل کړې شول .

د طالبانو او د افغانستان د حکومت د مرکچي ډلو د غړیو جوړښت چې د سولې د خبرو اترو د اجنډا د ټاکلو لپاره برابر کړی شوی و  په دې خاطر چې په تیره یوه (۱) میاشت کښې یې هیڅ بریا نه ده لرلي د طالبانو په غوښتنه بدل کړی شو .

له دې وړاندې د افغانستان د حکومت د تماس ډلې اوه (۷) غړي درلودل او د طالبانو د تماس ډله هم له پینځو (۵) غړیو جوړه وه خو نوي ډلې درې (۳) کسیزه  دي .

غلام فاروق مجروح ، فاطمه ګیلاني  او رسول طالب د افغانستان د حکومت د مرکچي ټیم د تماس ډلې نوي غړي دي او نبي عمري ، قاري دین محمد او لطیف منصور د طالبانو ټیم د تماس ډلې نوي غړي دي .

په قطر کښې د طالبانو او د افغانستان د حکومت د سولې د خبرو اترو د پیلیدا له وخت راهسې په تیره یوه (۱) میاشت کښې د اختلاف وړ  مسائیلو د حل لپاره څو ځله مذاکرات شوي چې نه یوازې کومه بریا یې نه ده لرلي بلکې په یوه بل باندې د طالبانو او د حکومتي عسکرو د حملو د زیاتیدا او د ښځو او د ماشومانو په شمول د ملکي وګړو  د وژلې د زیاتیدا سبب شوي  هم دي چې دغه چاره  د سولې د خبرو په بهیر باندې د خلکو د اندیښنې ، غوسې او د نا هیلې د زیاتیدا سبب شوي ده .

 

ټیګونه

کمنټونه