Oct 22, 2020 03:54 Asia/Kabul
  • ګلبدین حکمتیار  د حکومت د نسکورولو هڅه کوي

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر سلاکار وحید عمر پاکستان ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سفر د اشرف غني د حکومت د راپرځولو لپاره ناکامه هڅه وبلله .

هغه پرون د افغانستان د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلي یې وو د اشرف غني حکومت د جنګ د دوام غوښتونکی دی وویل د کابل حکومت په ځلونو د حملو د ختمولو او د سولې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی خو ګلبدین حکمتیار هڅه کوي دغه جنګ دوام ولري .

د افغانستان د ولسمشر سلاکار وحید عمر د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د هیواد له ټولنې سره خیانت کونکی وباله او ویې ویل د هیواد خلک باید د ګلبدین د دسیسو په مقابل کښې ودریږي او هغه شنډې کړي .

د افغانستان حکومت تراوسه د حزب اسلامي په لسګونو بندیان خوشي کړي دي او د دغه ګوند په وسله والو فعالیتونو یې سترګې پټې کړي دي خو ګلبدین حکمتیار د افغانستان حکومت غیر اسلامي ګڼي .

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د اسلام اباد له چارواکو سره په کتنې کښې ویلي وو پاکستان خپل دوهم (۲) هیواد ګڼي .

 

ټیګونه

کمنټونه