Oct 22, 2020 06:41 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر  نوماند وزیران معرفي کړي دي

زمونږخبریال وايي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پارلمان ته د کابینې د نوماند وزیرانو پېژندغونډه کې لویې ستونزې یادې کړې چې په وینا یې، د "فساد یو لامل په راتلونکي بې باوري ده، چې یوه(1) بېلګه یې بهر ته د لسګونو میلیارد ډالرو انتقال دی."

اشرف غني  دا څرګندونې پرون  د افغانستان ولسي جرګې ته د کابینې د ۲۴ نوماند وزیرانو او رییسانو د معرفي کولو او له پارلمان د باور رایې اخیستو په غونډه کې وکړې.

هغه وویل، "د دې لپاره چې خپل راتلونکی خپله وټاکو نو ضروري  ده چې پر خطرونو وغږیږو. لومړی خطر: وارخطايي، د بي باورۍ او لنډ مهاله فکر زیږنده ده. دویم خطر: د تروریستي شبکو دی. زما په اند په تېرو دوو(2) پېړیو کې دا د ټروریزم پنځمه څپه ده چې نړۍ ورسره مخ ده.

جمهوررئیس غني ولسي جرګې ته په وینا کې وویل، فساد پر راتلونکي د بې باورۍ یو لامل دی، چې ښکاره بېلګه یې بهرنیو هېوادونو ته د لسګونو میلیارد ډالرو لېږدول دي، "پیسې دلته پیدا شوې، اما بېرته بهر ته انتقال شوې دي."

ولسمشر غني وویل، طالبان دې په واضح توګه افغانانو ته ډاډ ورکړي چې دوی له ترهګرو شبکو ځان بېلوي.

هغه دا څرګندونې په داسې مهال کړې چې د تخار امنیتي چارواکو په ویناو تېره شپه د وسلوالو په برید کې ۳۴ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

ښاغلي غني وویل، د افغانستان چاپېریال له خطرونو او فرصتونو ډک ماحول دی، دا په موږ پورې اړه لري چې پر خطرونو څنګه برلاسي او له فرصتونو ګټه واخلو.

ده وویل، د نړۍ ډېری هېوادونه د سولې او خپلواک او متحد او ولسواک افغانستان پورې له موږ سره همغږي دي.

پارلمان ته د ولسمشر غني د وینا پرمهال ځینو وکیلانو مخالفت وښود چې د یوې مودې لپاره د غونډې تالار کې نسبي ګډوډي رامنځ ته شوه، خو د ولسي جرګې د مشر او ولسمشر په ټینګار معترض وکیلان ارام شول.

له پارلمانه د ولسمشر غني غوښتنه دا وه چې د" ملي اردو، ملي امنیت او ملي پولیسو ژورو اصلاحاتو ملاتړ وکړئ، کار اهل کار ته وسپارئ، چې ضوابط پر روابطو مستحکم شي".

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دویم ځل ولسمشر کېدو وروسته د روان کال مارچ میاشتې پر نهمه ارګ کې ویلي وو، دوه اونۍ وروسته به نوې کابینه د باور رایو اخیستلو په موخه ولسي جرګې ته معرفي کړي، خو اوس دا دي له هغې نېټې شاوخوا ۷ میاشتې تېرېږي.

 

ټیګونه

کمنټونه