Oct 24, 2020 15:48 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې ۹۵وسلوال طالبان وژل شوي

په افغانستان کې ښکیل لوري د یوه بل پر مرکزونو او مورچلو بریدونه کوي چې تر دې دمه پکې د سلګونو کسانو وینه بهیدلې او دغه راز په زرګونو خلک هم د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي .

 ایرنا خبری اژانس راپورورکړی، د افغانستان د دفاع وزارت په نننۍ اعلامیې کې  وئیل شوي دي ، د زابل ، نیمروز، کندوز ، هلمند ،ننګرهار ، کندهار ، غور او بادغیس پشمول په مختلفو ولایتونو کې د طالبانو د  مورچلو اوپټنځایونو په ضد ددغه هیواد دامینیت ځواک  په تیرو ۲۴ساعتونو کې په پراخو  حملو کې  ۴۳وسلوال طالبان ټپیان شوي هم دي .

 په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي ،په دغو حملو  اوعملیاتو کې زیات شمیر وسلې ،مهمات او چاودیدونکي توکي هم د امنیتي ځواک منګولو ته ورغلي دي .

 د افغانستان د دفاع وزارت  اعلامیه په داسې حال کې  ده چې  په قطر کې د طالبانوډلې او کابل حکومت د  استازو  ترمینځ دسولې  د خبرواترو  له بهیر سره  په یووخت د جنګ زیاتیدا او سختیدا  هماغه راز دوام لري  او ښکیل لوري د یوه بل پر مرکزونو او مورچلو بریدونه کوي   چې تر دې دمه پکې د سلګونو کسانو وینه بهیدلې او دغه راز په زرګونو خلک هم د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه