Oct 26, 2020 04:56 Asia/Kabul
  • طالبان هماغه رازد القاعدې ترهه ګروسره اړیکې لري

اشرف غني ټينګار کړی ،طالبان باید عملاً د افغانستان خلکو، حکومت او نړیوالو ته دا ثابته کړي چې د القاعدې پشمول له درستو ترهه ګرو ډلو ټپلو سره اړیکې پرې کوي، له جګړو او تاوتریخوالي لاس اخلي او د دایمي اوربند په منلو سره په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د تامین زمینه برابروي .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د افغانستان ولسمشر اشرف غني  پرون ناوخته  پّه یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې ده،د افغان ځواک په لاس د القاعدې ترهه ګرې ډ لې د دوهم لمبر کس ابو محسن المصري وژل کېدو ثابته کړې چې د ترهګرۍ ګواښ او له ترهګر و چینلونو سره د طالبانو اړیکې پر خپل ځای دي.

د کابل  ارګ په خپرې شوي  اعلاميې کې  وئيل شوي دي  په  غزني  ولايت کې د افغان امنیتی ځواک په يو لړ عملياتو  کې د هند براعظمګي لپاره د القاعدې چینل مسئول ابو محسن المصري وژل شوی دی.

Image Caption

 

د افغانستان  ولسمشر  افغان ځواک ته د دې لوئې لاسته راوړنې په اړه د مبارکۍ پر مهال وویل: «زمونږ  د اتلانوپّ لاس د القاعدې ترهه ګرې ډلې د دغه مهم غړي وژل کېدو دا ثابته کړې چې  نور افغانستان  د ترهه ګرو لپاره  امن ځاي نه دی او طالبان دې په خود کې شي  او له وینې بهولو  لپاره دې له ترهه ګرو ډلو سره  له اړیکو  لاس په سر شي .

اشرف غني ټينګار کړی ،طالبان باید عملاً د افغانستان خلکو، حکومت او نړیوالو ته دا ثابته کړي چې د القاعدې پشمول له درستو  ترهه ګرو ډلو ټپلو سره اړیکې پرې کوي، له جګړو او تاوتریخوالي لاس اخلي او د دایمي اوربند په منلو سره په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د تامین زمینه برابروي .

هغه ګواښ کړی، حکومت به هېچا دا اجازه به ورنه کړي چې افغانستان یو وار بیا د بهرنيو جنګیاليو پر پټنځای بدل کړي .

داپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې هم  د افغانستان زیاتره حکومتي چارواکو او سیاستوالانو  او د مدني ټولنو مسئولانو وئيلي دي ، په افغانستان کې د المصري وژل کېدو ثابته کړې چې لا هم طالبان له بهرنيو ترهه ګر و ډلو سره اړېکې لري،  او په د اسې شرائطو کې  افغان سولې  ته هیله درلودل هیڅ معنا نه ورکوي .ځکه له بهرنيو ترهه ګرو ډلو سره د طالبانو اړېکې ډېرې خطرناکې دي او  بايد پر طالبانو له حده زیات  باور ونه کړی شي.

 

ټیګونه

کمنټونه