Oct 26, 2020 15:58 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې ترهه ګرو ته د عبدالله عبدالله خبردارے

د افغانستان د ملي مصالحاتي عالي شورا مشر په دغه هېواد کښې القاعده او داعش ترهه ګرو ډلو ته خبردارے ورکړ.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې عبدالله عبدالله نن د افغانستان په غزني ولايت کښې د القاعدې ترهه ګرې ډلې د سرغنه ابومحسن المصري هلاکت ته په اشارې سره وويل، ترهه ګرې ډلې په خاصه توګه القاعده او داعش ډلې د دوي د سرغنه ؤ په وژلې سره پکار دے په دې پوه شي چې افغانستان د هغوي د فعاليت لپاره امن ځاے نه دے.

هغه زياته کړه، ابومحسن المصري د القاعې ترهه ګرې دلې له سرغنه ؤ او د اولې درجې له کسانو څخه ؤ او په سيمه کښې يې د ګڼ شمېر ترهه ګريزو عملياتو په پلانولو او عملي کولوکښې لاس لرۀ.

عبدالله عبدالله تاکيد وکړه په افغانستان د عادلانه، سراسري او پائېدارۍ صلحې په ټينګښت سره به په دغه هېواد کښې د ترهه ګرو ډول ډلو د فعاليتونو او اقداماتو مخه د تل لپاره ونيوې شي.

 

 

ټیګونه

کمنټونه