Oct 27, 2020 07:31 Asia/Kabul
  • یو افغان اسیر د آسټرالیایي پوځي په لاس ووژل شو

په افغانستان کښې د آسټرالیا یو پوځي یو افغان بندي په ډزو وژلې دی.

د امریکې د ای، بي، سي نیوز چینل ویب سایټ لیکلي چې په افغانستان کښې د امریکې د پوځ یو قومندان پرون داده شوی چې په دغه هیواد کښې دیره یو آسټرالیايي پوځي له هغو اوو تورنو افغان زندانیانو څخه یو تن یوازې په دې وجه په ډزو ووژه چې هیلي کاپټر یې د شپږو کسانو د وړلو ځاې او وړتیا درلوده.

دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې د آسټرالیايي ځواکونو د جنګي جنایتونو په هکله تحقیقات له تیرو څو میاشتو راهیسې روان او څیړل کیږي.

دغه رپورټ زیاتوي چې په افغانستان کښې د آسټرالیا پوځیانو په کراتو جنګي جنایتونه ترسره کړې دي.

 

ټیګونه

کمنټونه