Nov 08, 2020 17:27 Asia/Kabul
  • اماراتو ته د څلورو هوائي ډګرونو د خدماتو په سپارلو د افغانستان د ولسي جرګې نيوکه

د افغانستان ولسي جرګې يو اماراتي شرکت ته د افغانستان د څلورو مهمو هوائي ډګرونو د ځينو چارو د واک سپارل غېر قانوني وبلل.

د افغانستان د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېشن مشر محمد اکبر سلطان زاده وويل، د جرګې استازيو د هوائي چلند د مشر محمد قاسم وفائي زاده په احضارولو سره له هغه وغوښتل په دې اړه ځواب ووائي.

د هغې موافقه ليک له مخې چې د اماراتو د جي ۴۲ نومې شرکت د مشر منصور المنصوري او د افغانستان د هوائي چلن د ادارې د مشر محمد قاسم وفائي زاده په شتون سره په کابل کښې لاسليک شو، ټاکل شوې ده د کابل، بلخ،قندهار او هرات دغوڅلورو سترو هوائي ډګرونو د عملياتي، امنيتي خدماتو، زمکنيو خدماتو او سېسټم جوړونې او ټېکنالوجۍ د چارو مديريت دغه اماراتي شرکت ته وسپارل شي.

.

پدغو څلورو سترو هوائي ډګرونو کښې د ځينو خدماتو د ترسره کولو لپاره له يو اماراتي شرکت سره د افغانستان د هوائي چلن د ادارې په موافقه د دغه هېواد د ولسي جرګې اعتراض د داسې اقدام له نتائجو څخه د افغانستان د پارلېمان د غړيو د اندېښنې ښودنه کوي.

په افغانستان کښې د اماراتو د شتون د زياتېدو موضوع تقريباً دوه کاله آګاهو ته ستنيږي چې د امريکې د دباونو په وجه او صهيونېسټ رژيم د اهدافو په چوکاټ  کښې د کابل چارواکو افغانستان ته د دوه سوو اماراتي فوځيانو د لېږد په اړه موافقه وکړه.

له صهيونېسټ رژيم سره د اماراتو د فوځي ملګرتياو زياتوالي په افغانستان کښې د اماراتي فوځيانو د شتون د پټو اهدافو په باره کښې اندېښنې زياتې کړې دي.

په افغانستان کښې د ماراتو له فوځي شتون سره د کابل له موافقې څخه د دوو کلونو له تېرېدو نه پس چې د دغه هېواد ځينو ورځپاڼو يې د جزئياتو په باره کښې يو شمېر مفصل رپوټونه خپارۀ کړي دي، اوس د افغانستان په څلورو سترو هوائي ډګرونو کښې د خدماتو د ځينو مهمو چارو واک يو اماراتي شرکت ته سپارل شوے دے.

د اماراتو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ نزديو سياسي او فوځي تعلقاتو ته په پام سره چې په دې وروستيو کښې هم دواړو خواو په ډاګه دغه تعلقات شروع کړل، د افغانستان د خلقو، استازيو او پوهانو ترمېنځ اندېښنې زياتې کړې دي.

دا اندېښنه شته چې ځينې اسرائيلي جاسوسان د دغه اماراتي شرکت د کارکونکو په لباس کښې د افغانستان په څلورو مهمو هوائي ډګرونو کښې ځاے پرځاے کېدو سره د دغه هېواد د ملي امنيت او ګټو په خطر کښې د اچولو ترڅنګه د افغانستان د ګاونډيانو ګټو ته د زيان رسولو لپاره استفاده وکړي چې دا مسئله به له ګاونډي هېوادونو سره د کابل د ښو تعلقاتو د خړپړېدو سبب شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د استازيو له نظره يو اماراتي شرکت ته د هوائي ډګرونو د خدماتو د مهمو چارو سپارل به په زيات احتمال په افغانستان کښې د دغه شرکت د کارکونکو په لباس کښې د صهيونېسټ رژيم د جاسوسانو له شتون سره مل وي چې پکار دے افغان حکومت د امريکې او اسرائيلو په شمول د لويديځو او غېر لويديځو جاسوسي ادارو د شتون او فعاليت د هر ډول زمينې مخنيوے وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د استازيو له نظره که د دغه هېواد د هوائي چلند اداره د هوائي ډګرونو د چارو په چلولو کښې د بهرنيو شرکتونو خدماتو ته ضرورت لري نو پکار دے دغه خدمات له هغو هېوادونو څخه حاصل کړې شي چې د افغانستان په وړاندې روڼ سياست لري.

---------------

 

ټیګونه