ډاکتر عبدالله د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته لاړ
Nov 11, 2020 07:22 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پرون د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا ګاونډي هېواد ازبکستان ته لاړ او ټاکل شوې چې ددې هېواد له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره پر لیدنو سربېره له نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وویني.
د نوموړي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ددې سفر مقصد د سولې په برخه کې د ازبکستان ملاتړ ترلاسه کول دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالله به د ازبکستان له چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر، دوحه کې د سولې پر مذاکراتو، د اړتیا په صورت کې د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د سیمه اییزې اجماع پر رامنځته کولو او نورو مهمو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وکړي.