په وسلو د طالبانو سنبالیدل، له امریکې سره د دغې ډلې د موافقې نتیجه ده
طالبان له امریکې سره د تش د نامې صلحې د موافقې په لاسلیکولو سره په مختلفو وسلو سنبال شوي دي.
طالبان له امریکې سره د تش د نامې صلحې د موافقې په لاسلیکولو سره په مختلفو وسلو سنبال شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د حکومت یوشمیر چارواکو د ډرونز یا بې پایلټه الوتکو او د شپې مهال کاریدونکو دوربینونو په شمول په ماډرن پوځي او جاسوسي تجهیزاتو باندې د طالب ډلې له سنبالیدو د اندیښنې په ښودلو سره وویل: دغو تجهیزاتو ته لاسرسې او د طالبانو د بریدونو او تاوتریخوالو زیاتیدل، په قطر کښې له امریکې سره د دغې ډلې په وروستۍ موافقې پورې اړونده دي.
په دې هکله د فاریاب والي نقیب ا... فائق وویل: طالبان په جاسوسي ډرونز او د شپې مهال د لیدو وړ دوربینونو او وسلو سره د افغانستاني ځواکونو اډې او سنګرونه په نښه کوي.
د ویلو ده چې طالبانو او امریکې په د روان کال په فرورۍ میاشتت کښې په افغانستان کښې د حملو او تاوتریخوالي د ختمولو په موخه د صلحې تش د نوم موافقه لاسلیک کړه خو د طالبانو حملې او تشدد اوس لازیات شوی دی.
پر دې سربیره د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ چې د جنګ او نښتو د ختمولو لپاره کومې خبرې اترې د ستمبر له ۱۲ نیټې څخه د قطر په دوحه کښې پیل شوې وې، له بندون سره مخامخ شوې دي او طرفینو هیڅ ډول موافقه نه ده کړې.