Nov 20, 2020 05:58 Asia/Kabul
  • دوحه کښې د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو د موافقې ګونګوسې

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر وویل چې طالبانو او د اشرف غني حکومت د صلحې د خبرواترو د ایجنډا په سر موافقه وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر وویل چې طالبانو او د اشرف غني حکومت د صلحې د خبرواترو د ایجنډا په سر موافقه وکړه.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې رحمت ا... نبیل پرون د یو ټویټ په خپرولو وسره وویل چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت د صلحې مرکچي پلاوي به ډیر زر په دې لړ کښې یو سند لاسلیک کړي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوي په دغې ‌ډلې باندې د ډیر زیات دباؤ په وجه په خپلو دریځونو له ټینګتیا شاتګ وکړ، خو دا یې ونه ویل چې دغه دباؤنه له کوم اړخه اچول شوي دي.

رسمي چارواکو تراوسه د مذاکراتو د ایجنډا په سر د افغانستان د حکومت او طالبانو موافقه نه ده تایید کړې خو ځینې رسنۍ د حکومت د مرکچي ټیم د غړو له قوله وايي چې دواړو لورو د اختلافي مواردو د هواري په لړ کښې پرمختګ کړی دی.

 

ټیګونه