Nov 24, 2020 12:40 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ترهه ګروډلو ترمینځ پياوړي رابطه شته

په هغو ډيرو ترهه ګرو پيښو کې چې طالبانو پکې ځان مرګي حملې کړي دی ، له نورو ډ لو څخه ئې استفاده کړې ده .

 زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د  افغانستان د ملی امنیت د ادارې سرپرست احمد ضیاء سراج  پرون د افغانستان په ولسی  جرګې کې پخپلو څرګندونو کې په دغه هیواد کې ځینو ترهه ګرو پيښو ته په اشارې سره وئیلي دي،په هغو ډيرو ترهه ګرو پيښو کې چې طالبانو پکې ځان مرګي حملې کړي دی،له نورو ډ لو  څخه ئې استفاده کړې ده .

 د سراج په وینا ،دغه درستې ډلې ټپلې د جنګي تخنیکونو د روزنې پشمول په ځينو مسئلو کې  پخپلو کې سره ملګرتیا کوي .

 احمد ضیاء سراج ځيني هغه پيښې چې یوه ډله ئې پلانوي،دوهمه ډ له ئې لوجسټیکي  زمینه برابروي او دریمه ډله هم  ځان مرګی عامل ورته برابروي،چې دا ښئ  په افغانستان کې د ترهه ګرو ډ لو ترمینځ  منظم اړیکې  وجود لري.

 د افغانستان  دملی امنیت د ریاست سرپرست  وئيلي دي،دترهه ګروډلو ترمینځ هیڅ فرق نشته  او ټولې کرغیړنې موخې تعقیبوي  چې د خلکو وژله،د نظام نسکورول او دارزښتونو نابودول دي .

 سراج په دوام کې روښآنه کړې ده،طالبان،دپاکستان له کویټه،پيښور، کراچۍ  کې له امنو مرکزونو هڅه کوي څو افغانستان له مشکلاتو سره مخامخ کړياو که دغه کرار او امنه ځایونه ئې نه درلودلئ ،نو تر دې دمه به نابود شوي وو . د افغانستان امنیتی ځواک   له  هغوکابو شلو ترهه ګرو ډلو ټپلو سره  په جنګ کې دی  چې   د طالبانو له پوښښه برخمن دي .

 

ټیګونه