Nov 24, 2020 14:11 Asia/Kabul
  • په بغلان کې لس وسلوال طالبان وژل شوي دي

دغه نښتې او اخ وډب په داسې شرائطو کې دی،چې بین الافغاني خبرې اترې هم په قطر کې پیل شوي،البته د افغانستان ولس او زیاتره سیاستوالان ورته خوشبینه نه دي او وائي دا یوه سناریو ده چې پر افغان ولس تپل کیږي ا و دسولې اوثبات لپاره هیڅ ګټه نه لري او د افغان ولس وینه به هماغه راز بهیږي.

 زمونږخبریال د شین هوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د بغلان ولایت  پولیسونن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دي ،بیګا په بغلان ولایت کې د وسلوالو طالبانو او امنیتی مامورانو ترمینځ  هاله نښته سخته شوه چې طالبانو د امنیتی مامورانو پر پستو بریدونه وکړل ،وئيل کیږي په دغو عملیاتو کې څلور امنیتی ماموران او لس وسلوال طالبان وژل شوي او همداراز پنځلس  نور کسان ټپیان شوي دي .

 د بغلان ولایت دپولیسو ویندوي احمد جاوید بشارت ددغې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،په موقعې دغه ځوابي عملیات لامل شوي،څو وسلوال طالبان شاتګ ته اړشي  او مرګ ژوبلې وزغمي .

 دغه نښتې او اخ وډب  په داسې شرائطو کې دی،چې بین الافغاني خبرې اترې هم په قطر کې  پیل شوي،البته د افغانستان ولس او زیاتره سیاستوالان ورته خوشبینه نه دي او وائي دا یوه سناریو ده چې پرافغان ولس تپل کیږي ا و  دسولې اوثبات لپاره هیڅ ګټه نه لري او د افغان ولس وینه به هماغه راز بهیږي.

 

ټیګونه