د قطر د خبرواترو بندون ختم شوی نه دی
څو ورځې مخکې په افغانستان کې ځينو خبری سرچینو وئيلي وو ،چې د دوحې دخبرواترو بندون ختم شوی دی او د افغانستان حکومت له خپلو دریځونو څخه په شاتګ سره دامریکا او طالبانوډلې د موافقې اساس ګرځول منلي دي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ،د افغانستان د ولسمشر ویندوي صدیق صدیقي نن په یوه ټولنیز پیغام کې د قطرپه دوحې کې د افغانستان د سولې د خبرواترو د بندون دختمیدا په باب دځينو رسندویو راپورونه ګمراه کونکي بللي او روښانه ئې کړې ده ،دا موضوع هیڅ حقیقت نه لري .
صدیقي زیاته کړې ده ، په خبرواترو کې د پرمختګ په بڼه کې به د افغانستان د حکومت مرکچي ټیم دا په رسمي توګه په رسندویو کې اعلان کړي .
څو ورځې مخکې په افغانستان کې ځينو خبری سرچینو وئيلي وو ،چې د دوحې دخبرواترو بندون ختم شوی دی او د افغانستان حکومت له خپلو دریځونو څخه په شاتګ سره دامریکا او طالبانوډلې د موافقې اساس ګرځول منلي دي .
دغه خبر له دې وروسته خپور شوی چې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو دوحې ته سفر کړی ؤ او د دواړو لورو له مرکچي ټیمونو سره ئې لیده کاته کړي دي .
د دوحې د سولې خبرې اترې د روان کال د وږي د میاشتې په ۲۲نیټه پیل شوي او تر دې د مه دوام لري،اصلی اختلاف له هغه ځایه پیل شوی طالبانوډلې په خبرواترو کې د حنفي فقې او له امریکا سره د سولې د موافقې په اساس ګرځولو ټينګار وکړ .