د روغې جوړې په خاطرموقته حکومت سره هم مخالف نه یم
ډاکټر عبدا... عبدا... د موقته حکومت د جوړیدا په نسبت د خپل دریځ په باب وئیلی دي ، موقته حکومت د افغانستان د بحران حل لاره نه ده ،البته ددغې حل لارې د یوې برخې په توګه له دغه پلان سره مخالف نه دی .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ، په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشر په کرتو د موقتي حکومت له جوړیدا سره خپل مخالفت نندارې ته وړاندې کړی ، د افغانستان د ملی مصالحې لوړې شورا مشر له دغه پلان سره په تلویحي توګه سر خوځولی دی .
ډاکټر عبدا... عبدا... د موقته حکومت د جوړیدا په نسبت د خپل دریځ په باب وئیلی دي ، موقته حکومت د افغانستان د بحران حل لاره نه ده ،البته ددغې حل لارې د یوې برخې په توګه له دغه پلان سره مخالف نه دی .
عبدا... وئيلي دي ، کله د یوې جامعې ا و پراخ بنسټه موافقې په باب خبره کیږي ، چې درست عناصر پکې وي ،نو بیابه په ځينو وختونو کې د د حل لارې په توګه په دې کې دوه لارې موجودې وي ، چې دایمي حل لاره به نه وي ، البته زه ورسره مخالف نه یم :
د افغانسان د ملی مصالحې لوړې شورا مشر زیاته کړې ده ، چې هر ډول خبرې اترې نرمښت ته اړتیا لري چې تر دې دمه په طالبانو ډلې کې نه دی لیدل شوی .
عبدا... عبدا... دبین الافغاني خبرواترو بندون ته په اشارې سره هم وئیلی دي ، د ایجنډا سره د اړونده مسئلو په باب خبرې اترې باید پاي ته ورسیږي ، څو داساسی مسئلو په باب خبرې اترې پيل شي . هغه همداراز په افغانستان کې دتاؤتریخوالو پراخیدو باندې په سختو نیوکو سره وئیلی دي ، د امریکا او طالبانوډلې ترمینځ موافقه په بشپړ ډول عملی شوي نه ده او له دغې موافقې تمې نه دي پوره شوي، دافغانستان حکومت د اور بند یا د تاؤتریخوالو د پام وړ کمولو لپاره تیار دی ، خو طالبان و تر دې دمه دغه موضوع نه ده منلې او په دغه جنګ ځپلی هیواد کې خپلو تاؤتریخوالو ته هماغه راز دوام ورکوي .