Nov 25, 2020 07:23 Asia/Kabul
  •   په افغانستان کې دښځو او بشري حقوقوساتل او سوله د وخت ضرورت دی

د ملګروملتو سرمنشي همداراز په افغانستان کې د لا زیاتو مرګ ژوبلو او د کرونا ویروس د خوریدا د مخنیوي لپاره سملاسي د انسان د وستۍ اور بند غوښتنه کړې ده .

 زمونږ خبریال راپور راکړ د  ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش په جینوا کې  د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د مالي ژمنو په کنفرانس کې  په افغانستان کې د میرمنو د حقوقو او دغه راز د بشري حقوقو دساتنې او دسولې په اهمیّت ټينګار کړی دی .

ګوتریش  وئیلي دي ،ملګري ملتونه  او غړي به ئې  له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي . د ملګروملتو سرمنشي  همداراز  په افغانستان کې د لا زیاتو مرګ ژوبلو او د کرونا ویروس د خوریدا د مخنیوي لپاره سملاسي د  انسان د وستۍ  اور بند غوښتنه کړې ده . 

 دا په داسې حال کې دي چې  د افغانستان د سولې اوثبات په خاطر   دقطر په دوحې کې د  امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ   د سولې موافقه لاسلیک شوي او له دې وروسته په همدغه قطر کې د بین الافغاني خبرواترو لړۍ هم پیل شوي خو تر دې د مه  له کابو دوو میاشتو تیریدا وروسته هماغه راز  د دغو خبرواترو په ایجنډا بحث روان دی ، خو د افغان  ولس اوزیاتره سیاستوالانو  نظر دا دی چې دغه خبرې اترې او موافقې د افغان ولس لپاره هیڅ ګټه نه لري او په دغه هیواد کې  عامې وژلې او د وینو بهیدا هماغه راز مخ په زیاتیدا ده.

 

ټیګونه