له افغانستانه د بهرنیوعسکرومسئولانه وتل دتل پاتې سولې لپاره یوګام دی
ایران تل د بین الافغاني خبرواترو چې پخپله دافغانانو په اختیار او رهبرۍ سره ترسره شي ،ملاتړ کړ ی دی ، ددې په ترڅ کې چې ملګري ملتونه باید د بین الافغاني خبرواترو په آسانتیاؤ کې چورلیزې رول ولري او ایران د هرډول ملګرتیا لپاره تیار دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف د افغانستان په باب د جینوا ویبینار کنفرانس کې پخپلو ویډیوئي څرګندونو کې د بن له کنفرانس شل کاله وروسته په افغانستان کې د جنګ خبرو کول یوه ټریجډي بللې او وئيلي ئې دي ، د څه دپاسه څلویښتو کلونو لپاره ، دافغانستان ولس د وینو بهیدا او هغه مرګ ژوبلې زغملي دي چې زیاتره ئې له بهره سرچینه اخستې ده .
د ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې دسولې د رامینځةکولو لپاره پوځي کړچار ماته خوړلې او دبهرنیو عسکرو شتون په یوې تل پاتې ستونزې اوبلا بدل شوی دی ، زیاته کړې ده ، ایران تل د بین الافغاني خبرواترو چې پخپله دافغانانو په اختیار او رهبرۍ سره ترسره شي ،ملاتړ کړ ی دی ، ددې په ترڅ کې چې ملګري ملتونه باید د بین الافغاني خبرواترو په آسانتیاؤ کې چورلیزې رول ولري او ایران د هرډول ملګرتیا لپاره تیار دی .
جواد ظریف همداراز په همداوروستیو شپو ورځو کې د خواف هرات د ریل پټلۍ د افتتاح کیدا خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، اسلامی ایران دچابهار بندر له لارې افغانستان له بهرنۍ نړۍ سره ګڼدلی دی او ددې جوګه دی د انرژۍ په زمینې کې ددغه هیواد لپاره لاښه اقدامات وکړي ، خو امریکا په هغې اقتصادي ترهه ګرۍ سره چې هم ئې ایرانیان او هم ئې افغانان په نښه کړي دي ، ، ددغه شان کار لپاره خنډونه جوړوي .
د افغانستان ۲۰۲۰ دوه ورځنۍ ویبینار غونډه،په افغانستان کې د سولې د ټينګیدا او د پراختیا اوثبات دلارو چارو د بیانولو په خاطر ، په جینواښار کې د دوشنبې په سهار د ۶۶هیوادونو او ۳۲نړیوالو اورګانونو او موسیسو د لوړپوړو استازو په شتون سره پيل شوي او تر نن ناوخته پورې به دوام ولري .