Nov 26, 2020 04:20 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان چارواکو خبرې اترې وکړې

زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د افغانستان له ځینو پخوانیو او اوسنیو چارواکو سره په کتنې کښې په کلتوري حوزو کښې د اړیکو د پراختیا او ژورتیا او دغه راز د رسنیو په برخه کښې د ملګرتیاو د پراخولو په ارتباط د سازوکارونو په هکله خبرې وکړې .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده چې د کلتوري او د رسندوي ملګرتیاو په هکله د نظر د تبادلې او د بحث لپاره افغانستان ته تللی دی د دغه هیواد د ملي روغې جوړې د لوړې شورا د مشر عبدالله عبدالله ، د خارجه وزارت د سیاسي مرستیال او د اطلاعاتو او د کلتور د وزیر او دغه راز د خارجه وزارت د ویاند او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول د دغه هیواد له پخوانیو او اوسنیو چارواکو سرپه کتنې کښې په رسندوي او کلتوري حوزو کښې د اړیکو د پراختیا او د ژورتیا په هکله خبرې وکړې .

سعید خطیب زاده د کابل پوهنتون د کتنې په ترڅ کښې د افغانستان له حکومت او خلکو په تیره بیا د کابل پوهنتون د شهید شویو کسانو له  کورنیو سره د خواخوږۍ د اعلانولو په ترڅ کښې د دغو شهیدانو د احترام کولو لپاره هلته د ګلونو ګیډې کیښودله .

د ویلو ده چې څو اونۍ مخکې داعش ترهګرې ډلې په کابل کښې په پوهنتون برید سره په لسګونو بې ګناه محصیلین شهیدان او ژوبل کړي وو .

 

ټیګونه