Nov 26, 2020 04:54 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت د طالبانو په وړاندې مقاومت کوي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان حکومت ټینګار وکړ هیواد یې د سولې په خبرو کښې د طالبانو د زوروینو په وړاندې له خپلو اصولي دریځونو شاتګ نه کوي . د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون په کابل کښې خبري کانفرنس ته وویل د کابل حکومت د سولې د خبرو په میز باندې د طالبانو ډله هره غوښتنه نه مني .

هغه وویل د افغانستان حکومت تر هیڅ شرایطو لاندې تیار نه دی چې د اسلامي جمهوریت د نظام نوم د طالبانو ډلې په غوښتنه حذف کړي ځکه چې د افغانستان حکومت هویت لري او په خلکو او نړیواله ټولنه کښې بشپړه روا والی لري .

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دغه راز په قطر کښې د طالبانو او د کابل د حکومت ترمینځ د سولې په خبرو کښې د بندون د دوام خبر ورکړ او ویې ویل د دوحې خبرو اترو تراوسه هیڅ پرمختګ نه دی کړی او د طالبانو غوښتنې د ملي ګټو او د اساسي قانون پرخلاف دي .

هغه د طالبانو ډلې لخوا د تاوتریخوالو زیاتول د دغه ډلې د پینځه زره (۵۰۰۰) بندیانو له خوشي کیدا څخه د خلکو د هیلې او د توقع په اپوټه کار وباله .

 

ټیګونه