Nov 26, 2020 05:25 Asia/Kabul
  • له طالبانو ډیر کلي ازاد شوي دي

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان عسکرو په قندوز کښې له طالبانو نهه (۹) کلي ازاد کړل .

د قندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وویل حکومتي عسکرو له تیرې سه شنبې ورځې راهسې د قندوز ښار په خوا وشا کښې د طالبانو پرضد پراخ عملیات پیل کړل او بریالي شول چې له طالبانو نهه (۹) کلي ازاد کړي .

هغه وویل له دغو عملیاتو وروسته ډیر طالبان له دغو کلیو وتښتیدل .

بل خبر دا چې د افغانستان په پارلمان کښې د میدان وردک د خلکو استازي مهدي راسخ وویل طالبانو پرون د «جلریز» ولسوالۍ په «سیا پیتاب» سیمه کښې نولس (۱۹) کسان په زوره له ګاډو کوز کړل او هغه یې وتښتول .

جلریز د میدان وردک یوه(۱) ترټولو ناامنه ولسوالۍ ده او هغه لویه لاره چې کابل له بامیانو او نورو مرکزي سیمو سره ګنډي له دغه ولسوالۍ تیریږي .

په تیرو وختونو کښې هم طالبانو په ځلونو مسافران له ګاډو کوز کړي او بیا وژلي هم دي .

 

ټیګونه