Nov 26, 2020 15:14 Asia/Kabul
  • د نورستان ولایت د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا رئیس د طالبانو له منګولو راخوشې شو

د طالبانو له خوا د نورستان ولایت د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا تښتول شوې رئیس د دغې ډلې له منګولو راخوشې شو

د نورستان د والي ویاندسعید مومندوایي د دې ولایت د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې د ادارې مشر سید معصوم سیدی چې خواوشا یوه اونۍ وړاندۍ د کونړ ولایت له چپې درې ولسوالۍ څخه په داسې حال کښې د نورستان ولایت مرکز پارون ته پر لاره له خپلو درې همکارانو سره طالبانو له موټر ښکته او له ځان سره یې بیولې و او د هغوي یو ساتونکی یې وژلې، و بېرته راخوشې شو. ښاغلي مومند وویل د سید معصوم سیدي روغتیایی وضیعت ته په پام سره هغه د جلال اباد مرکزي روغتون ته د درملنې په موخه استول شوی دی.  خو د بند په موده کې د طالبانو له لورې له هغه سره دشوي چلند په اړه یې څه ونه ویل.

د نورستان د والي ویاند دا هم ونه ویل چې ښاغلی سیدي دپردې تر شاه دکومې پټې معاملی له مخې راخوشی شوی خو زیاته یی کړه چې دهغه په راخوشې کولو کې د کونړاو نورستان ولایت دینی عالمانو او قومي مخورو هڅې کړې دي. د سید معصوم سیدي کورنۍ هم په دې اړه څه نه دی ویلي.

طالبانو د نورستان دکلیو پراختیااو بیا رغاونې ریس سید معصوم سیدي له نیول کیدو تر راخوشې کیدو پورې رسنیو ته څه نه دي ویلي. د نورستان د ولایتي ادارې ډیری رئیسان او لوړ رتبه کارکوونکي د کونړ،ننګرهار او لغمان ولایت اوسیدونکي دي چې د دغه ولایت مرکز پارون ته د کونړ ولایت د چپي درې له لارې چې ډیره برخه یې د دولت د مخالفینو په لاس کې ده، تګ راتګ کوي

 

ټیګونه