Nov 26, 2020 16:16 Asia/Kabul
  • د اشرف غني د وړومبي مرستیال څرګندونو ته د افغانستان د ولسي جرګې سخت غبرګون

د افغانستان ولسي جرګې د دغه هیواد د ولسمشر د وړومبي مرستیال امر ا... صالح  وروستیو څرګندونو  ته غبرګون کښې په جاسوسۍ باندې د هغه د تورنولو په ترڅ کښې د صالح د استعفا غوښتنه وکړه.

امر ا... صالح له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په هکله د جنیوا په کانفرنس کښې په خپلې وینا کښې د دغه هیواد د پارلیمان غړي په فساد تورن کړي او ویلي یې وو چې د قانوني تعقیب په وړاندې د دغه ارګان د غړو خوندیتوب باید ختم شي.

د افغانستان د پارلیمان غړو د امر ا... صالح د دغو څرګندونو په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې د اشرف غني مرستیال باید خپلې څرګندونې د اسنادو او شواهدو په وړاندې کولو سره ثابتې کړي، په فساد باندې د ککړو استازو نومونه وښايي او له پارلیمان څخه هم بخښنه وغواړي.

د افغانستان د پارلیمان (ولسي جرګې) مشر هم په دغې غونډې کښې د صالح د جنجال جوړونې دریځنیونې په غبرګون کښې هغه په جاسوسۍ تورن کړ او ولسمشر د وړومبۍ مرستیالۍ له پوسټه د هغه د څنګته کیدو غوښتنه یې وکړه.

د امر ا... صالح جنجالي څرګندونو ته د افغانستان د ولسي جرګې د مشر او وکیلانو تند غبرګون د دغه هیواد د حکومت او پارلیمان په اړیکو کښې د شخړې د ژورتیا نښه ده چې په روانو حساسو او خطرناکو حالاتو د افغانستان د ملي امنمیت او ګټو لپاره یو ګواښ کیدې شي.

د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستیال په داسې حالاتو کښې د دغه هیواد د پارلیمان غړي د جنیوال په نړیوال کانفرنس کښې په فساد تورن کړل چې دغه غونډه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د راتلونکې نقشې د ټاکلو لپاره پلان شوې وه او په دغه کانفرنس کښې د ولسي جرګې په غړو باندې د فساد د تور پورې کول چې بهرني چاپیریال ته د کورنیو اختلافاتو ایستل ګڼل کیږي د ملي ګټو له زیات نه زیات تامینیدو سره په ټکر کښې ګڼل کیږي.

د افغانستان له حکومت او پارلیمان څخه د دغه هیواد د خلکو تمه دا ده چې کورني اختلافات او لانجې دې په نړیوالو غونډو کښې مطرح نه شي ځکه چې په دغو غونډو کښې د داشان بحثونو مطرح کیدل د عامه افکارو ترمینځ یوازې د افغانستان د ملي واکمنۍ د سپکاوي او د موقعیت د کمزورتیا سبب کیږي.

د جنیوا له کانفرنس وروسته د ولسي جرګې په وړومبنۍ غونډه کښې د هغې د مشر له خوا د افغان ولسمشر په وړومبي مرستیال باندې د جاسوسۍ تور د امر ا... صالح څرګندونو ته یو سخت غبرګون دی چې په سیاسي او ټولنیزه فضا کښې د دغو شخړو د دوامداره کیدو سبب کیدې شي. په تیره بیا دا چې د افغانستان پارلیمان د ولسمشر له وړومبۍ مرستیالۍ د امر ا... صالح د استعفا ورکولو غوښتنه کړې ده او ممکنه ده چې پارلیمان د فساد د تور په وړاندې د خپل حیثیت د دفاع لپاره له قدرته د صالح په څنګته کیدو باندې ټینګار جاري وساتي.

د افغانستان د ولسي جرګې له خوا د ولسمشر د وړاندیزي وزیرانو د صلاحیتونو د څیړنې د بهیر بندول چې د دغه هیواد کابینې په جوړیدو کښې د ځنډ او خلکو ته په خدمت رسونه کښې د کمزورۍ سبب کیږي، د مجریه او مقننه قواؤ د شخړې له پایلو څخه دي چې اټکل کیږي په راتلونکو ورځو کښې هم د هغوي ترمینځ سیاسي مشاجره دوام ومومي.

د افغانستان د حکومت او پارلیمان د جګ پوړو چارواکو په سویه کمه مخینه لرونکې نوې شخړې په داسې حالاتو کښې چې دغه هیواد په قطر کښې له طالبانو سره  د صلحې د بین الافغاني مذاکراتو په بهیر کښې ملي یووالي او پيوستون ته ضرورت لري، پر دغو خبرواترو منفي اغیزه کولې شي او د افغانستان د حکومت د مرکچي ټیم موقعیت کمزورې کولې شي.

دا ګواښ په جدي توګه شته دی چې د افغانستان د حکومت او ولسي جرګې ترمینځ د سیاسي کشالې دوام او د هغوي ترمینځ درز او اختلاف د قطر د صلحې په خبرواترو کښې په امتیاز غوښتنې کښې د طالبانو په کړنلارې مثبته اغیزه ولري او له بندون سره د مخامخ خبرواترو هوارې تر نامعلومې مودې وځنډوي.

 

ټیګونه