د افغانستان حکومت د جنیوا د کانفرنس بیانیه خپره کړه
Nov 26, 2020 17:24 Asia/Kabul
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جنیوا د هغې دوه ورځنۍ غونډې خبرپاڼه خپره کړه چې له دغه هیواد سره د مالي مرستو د اندازې د ټاکلو لپاره ترسره شوې وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جنیوا د هغې دوه ورځنۍ غونډې خبرپاڼه خپره کړه چې له دغه هیواد سره د مالي مرستو د اندازې د ټاکلو لپاره ترسره شوې وه.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د حکومت مالي ملاتړ کونکو هیوادونو او سازمانونو د جنیوا په دوه ورځنۍ غونډې کښې له کابل سره د خپلو مالي ژمنو اندازه اعلان کړه.
دغه کانفرنس د تیر وخت په پرتله د مرستو په سویې کښې په ۳ میلیارډ ډالري کمي سره او د هغو د وړاندې کولو په شرط سره پاې ته ورسید.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جنیوا د ۲۰۲۰ کال د غونډې د خبرپاڼې بشپړ متن خپور کړی دی.