Nov 29, 2020 07:26 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر او د ولسي جرګې مشر د ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار کړی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د دغه هیواد د ولسي جرګې(پارلیمان) مشر میر رحمان رحماني په خپلو کښې په کړي ملاقات کښې د حکومت او پارلیمان ترمینځ د لازیاتې غږملتیا او ملګرتیا د لارو چارو جاج واخیسته.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ(ارګ) په یوه خبرپاڼه کښې ویلي دي، په دې کتنه کښې چې پرون ترسره شوه، د چارو د پرمخ بیولو لپاره د دغه هیواد د حکومت او ولسي جرګې ترمینځ په غږملتیا بحث او د نظر تبادله وشوه.

محمد اشرف غني په دغې کتنې کښې خپلو لسو تنو وړاندیزي وزیرانو ته د باور راې د ورکړې او د ملګرتیا د زیاتولو په لړ کښې د لاروچارو په هکله د موافقې په وجه د ولسي جرګې قدرونه وکړه.

افغان ولسمشر هم داشان زیاته کړه چې د دغه هیواد پارلیمان د افغانستان د جمهوري اسلامي نظام لپاره د اساسي قانون د بشپړونکي ارګان په توګه ځانګړې اهمیت لري نو په دې وجه غږملتیا ورسره باید زیاته شي.

ټیګونه