اشرف غني او عبد الله عبد الله سره کتلي دي
-
فایل فوټو
د افغانستان ولسمشر او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر په خپلو کښې ملاقات کړې او د هیواد د وروستیو مهمو بدلونونو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.
د افغانستان ولسمشر او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر په خپلو کښې ملاقات کړې او د هیواد د وروستیو مهمو بدلونونو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.
آوا خبري آژانس لیکلي چې په قطر کښې د افغانانو او طالبانو ترمینځ د صلحې د مذاکراتو په بهیر کښې بندون، د ناامنیو دوام، د طالبانو د بریدونو پراختیا او پرله پسې چاودنې او د افغانستان د صلحې په ټینګښت کښې د سیمې د هیوادونو رول، د اشرف غني او عبد الله عبد الله د بحث وړ مهم موضوعات بیان شوي دي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل چې پرون مازیګر په کابل کښې ترسره شوې دغې کتنې کښې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبد الله ترکیې ته د خپل وروستي سفر په هکله ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.