Dec 03, 2020 07:54 Asia/Kabul
  • نړیوال بانک په افغانستان باندې ۲۰۰ میلیون ډالري کمکي پیکیج بند کړ

نړیوال بانک له افغانستان سره د مرستې په لړ کښې د ۲۰۰ میلیون ډالري مرستندویه پیکیج د ورکړې بهیر اودرولې دی.

د افغانستان طلوع نیوز خبر ورکړې چې په افغانستان کښې د نړیوال بانک استازي هنري کرالي د دغه هیواد ولسمشر اشرف غني ته په یو لیک کښې د دغه پیکیج د ۱۸۰ میلیون ډالرو د نه ورکول کیدو وجه د افغانستان د مرکزي بانک له خوا د احصائیو او اطلاعاتو نه ترلاسه کیدل اعلان کړل.

هنري کرالي په دغه لیک کښې د نړیوال بانک څو کتبي درخواستونو ته د افغانستان د مرکزي بانک د ځواب په نه ورکولو باندې نیوکه کړې ده او په دې بهیر کښې د اسانتیا لپاره یې د اشرف غني د دخالت غوښتنه وکړه.

نړیوال بانک سږ کال له افغانستان سره د ۶۰۰ میلیون ډالره مرستې ژمنه کړې ده چې تراوسه یې ۴۰۰ میلیون ډالر ورکړي دي.

 

ټیګونه