Dec 03, 2020 16:14 Asia/Kabul
  •  د فلسطین د ولس د حقوقو پر تعقیبونه باندې د افغان چارواکې ټینګار

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې او د فلسطیني ولس د حقوقو د تعقیبونې د کمیتې مسئولي یو ځل بیا د فلسطینیانو د حقوقو نه پر دفاع باندې ټینګار وکړ.

عادله راز د یو راپور په وړاندې کولو سره د نړیوالي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چي د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو سره سم په فلسطین کې د اټکل شوې سولي د تامین په لړ کې هڅه وکړي.

عادله راز وویل: د فلسطینی وګړو د حقوقو د کمېټې کلنی راپور مو د ملګرو ملتونو عمومي غونډي ته وړاندې کړ.

تر دې مخکې هم افغانستان د دې کمیټې د ریاست په مقام کې هڅه کړې وه چي د فلسطین مسالې ته سوله ایزه حل لاره وموندي.

دا په داسي حال کې دی چي ټرامپ تېر کال په یوه اړخیز اقدام کې د نړیوالو او د سیمي د هیوادونو د هڅو په خرابولو سره د پېړۍ د ننګینې معاملې طرحه وړاندې کړه.

د دې طرحي پر بنیاد چي د سعودیانو، امارات او بحرین سره توافق پر شوې بیت المقدس شریف یهودیانو ته ورپرېښول کیږي او مهاجر فلیسطینیان به خپل هیواد ته د راستنېدو حق نه ولري او فلسطینی خلګو ته به یوازې د اردن د سیند لوېدیخي غاړي او د غزې ترانګه ور پاته شي او نوري ټولي نیواکي سیمي به رسما اسرائیلو ته ورپرېښول شي.

 

ټیګونه