Dec 03, 2020 17:36 Asia/Kabul
  • د طالبانو او د افغان دولت د موافقې څخه د ایران هرکلی

د ایران د خارجه وزارت ویندویي د مذاکراتو د څرنګوالي په هکله د افغانستان د دولت او طالبانو د موافقې هرکلی وکړ.

د افغانستان د دولت او   طالبانو   ډلې د سولې خبرې اترې، چې د ستمبر په  دولسمه  په رسمي توګه پېل شوې وې له یو لړ خنډونو سره مخامخ وې خو دواړو لورو اوس د مذاکراتو د چوکاټ د نهایي کېدلو خبر ورکړی دی.

د ایران د خارجه وزارت ویندویي سعید خطیب زاده نن د وروستۍ موافقې په هرکلي سره هیله وکړه چې  د اوربند د ټینګېدو په هدف سره چې د افغانستان د خلکو عمومي غوښتنه ده د خبرو اترو پېل، د یوې نهایي موافقې د حاصلېدو او په دغه هېواد کې د پایداره سولې او قراري د ټینګېدو سبب شي.

خطیب زاده همداراز په افغانستان کې له سوله ایزې حل لارې او په دغه هیواد کې د ارامښت او امنیت له راتللو د ایران په ملاتړ ټینګار وکړ.

 

ټیګونه