Dec 04, 2020 13:39 Asia/Kabul
  • طالبان په افغانستان کې دخپلې خوښې د دولت دجوړیدا ادعاکوي

داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د اسلامی جمعیّت ګوند یو مشر یونس قانوني په همدارووستیو کې په قدرت کې د طالبانو له ۷۵فی صدي ونډې سره کلک مخالفت کړی او وئيلي ئې وو ،دغه ډله باید د افغانستان په راتلونکي نظام کې له څلویښت فی صدي ونډې د زیاتې تمه ونه لري

تسنیم خبری اژانس راپور  ورکړی ،  د افغانستان  طالبانو ډلې په یوې اعلامیې کې   په افغانستان کې د  دوي د خوښې   د اسلامی امارت  دحکومت د جوړیدا مدعیان دي

 طالبانو په دغې اعلامیې کې  ادعا کړې ، چې  د افغانستان اسلامی امارت کوم غورځنګ نه دی ،بلکې  یو حکومت او حاکمیّت دی چې  ددغه هیواد تر ټولو زیاتې سیمې  په کنټرول کې لري .

 داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د اسلامی جمعیّت ګوند یو مشر یونس قانوني  په همدارووستیو کې  په قدرت کې د طالبانو له  ۷۵فی صدي ونډې سره کلک مخالفت کړی او وئيلي ئې وو ،دغه ډله باید  د افغانستان  په راتلونکي نظام کې  له څلویښت  فی صدي ونډې د زیاتې تمه ونه لري  

 له دې مخکې  هم د افغانستان ولسمشر اشرف غني   په اوسني نظام کې د طالبانو د یوځاي کیدا غوښتنه کړې وه او پر ملګروملتو ئې غږ کړی ؤ  ددغې ډل ې د اسلامی امارت  داحیاء  مخه دې ونیول شي .

په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي  دافغانستان د اسلامی وحدت ګوند  مشر محمد محقق  په یوه پیغام کې  په قطر کې د سولې  دخبرواترو دپرمختګ هرکلی کړی  او   پر طالبانو ډلې او کابل حکومت ئې غږ کړی ، زرترزره دې  عمومي اوربند اعلان کړي .څو د افغانستان ولس سوله او آرامښت ومومي .

 

ټیګونه