Dec 17, 2020 12:28 Asia/Kabul
  • د خوړو د تېرولو ستونزې یا ډیسفاژیا

د هاضمې د جهاز ناروغۍ له عامو ناروغیو څخه بلل کیږي چي زیات شمېر خلګ ورڅخه ځوریږي، د روغتیا د مجلې په دې برخه کې به د خوړو د تېرولو ستونزې په اړه معلومات تر لاسه کړو او په پای کې به د سیدال د روغتون له رئیس او متخصص ډاکتر داود همت مرکه واورئ.

د هاضمې د جهاز ناروغۍ د خوړو د هضم پر پروسې او د خوارکي توکو پر جذبېدو باندې ناوړي اغېزي پرې باسي، د هاضمې جهاز داسي یو پیپ دی چي د خولې څخه را شروع کیږي او تر مقعد پوري رسي، په همدې خاطر د هاضمې د جهاز د بېلابېل ډولونه لري، په دې خاطر هڅه کوو چي په جلا توګه د هري ناروغۍ په هکله ستاسو سره معلومات شریک کړو چي په دې برخه کې غواړو د خوړو د تېرولو پر مهال د دردونو په اړه تاسو معلومات در کړو.

ادینوفازي یا دردوونکي بلع یا د خوړو د تېرولو درد یوه پټولوجیکه ناروغي بلل کیږی چي له امله یې ناروغ د ډوډۍ د تېرولو او یا حتی د اوبو څښلو پر مهال په مرۍ کې د سخت درد احساس کوي. په نورماله توګه د خوړو تېرول درد نه لري هو د دې ناروغۍ د امله خواړه له مرۍ څخه تر معدې پوري په چټکۍ نشي تلای او دغه ځنډ ستونزي رامینځ ته کوي.

که دغه ستونزه د زوکام د امله رامینځ ته شوی وی نو په لړه موده کې له مینځه ځي، خو که نه وی بیا ممکنه دی چي ناروغ له جدي ستونزو سره مخ شي چي په دې صورت کې بېړني روغتیایي پاملرونو ته ضرورت پیدا کوي.

په ځینو مواردو کې د ډوډۍ تېرول ممکن د ځینو نورمالو نارو غیو د امله رامینځ ته شوی وي چي په دې صورت کې د خوړو په تېرولو کې دردونه د لږي مودې لپاره وي او د درمل پرته ورکېدای شي.

خو که یاده ستونزه دوام پیدا کړي نو بیا کېدایشي د کومي بلي ناروغۍ د امله رامینځ ته شوی وي، بېلابیلي ناروغۍ د خوړو په تېرولو کې د درد د رامینځ ته کېدو سبب ګرځي. په ځینو مواردو کې دغه درد ممکن په مرۍ کې د سرطان د امله پیدا شي. په مرۍ کې سرطان ممکن د لوګیزو توګو د دوامدار استعمال او یا هم د زړه د د دوامداري ایشنا د امله رامینځ ته شي.

دغه ستونزه یعني د خوړو د تېرولو پر مهال د مړۍ دردونه کېدلایشي جڼیټیکل لامل ولری. په خوله کې د فنګل عفونت، د معدې ریفلاکس او د کښتني سفنکټر د دریڅې د نه بندېدو د امله هم دغه ستونزه رامینځ ته کېدایشي ځکه چي د معدې ټېزاب مړۍ ته لاره پیدا کوي او د درد د رامینځ ته کېدو سبب ګرځي.

د خوړو د تېرولو له ستونزو سره که هممهاله د زړه ایشنا او د ټټري دردونه رامینځ ته شي نو یاده ستونزه هرو مرو د معدې د ریفلاکس سره تړاو لرلای شي.

په اچ آی وي باندې ځینې اخته ناروغان هم د خوړو د تېرولو پر مهال په مرۍ کې د درد احساس کوي، چي تر ټولو اصلي لامل یې کېدایشي د کاندیدا عفونت (Candida albicans infections) وي.

په ځینو مواردو کې د ویروس ضد هغه درملي چي د اچ آی وي ناروغانو ته ورکول کیږي د معدې د ریفلاکس سبب ګرځي چي د خوړو د تېرولو یا همهغه د ادنوفازي لامل ګرځي، حتی کېدایشی د ناروغ په خوله یا مرۍ کې ټپونه رابرسېره شي، د معدې دوامداره ریفلاکس کېدایشي د یادو زخمونو لامل وګرځي خو ځینې د پاړسوب ضد درملي لکه ایبوپروفن (Ibuprofen ) هم د دغو ټپونو د زیاتېدو سبب شي. همدرانګه د سرطان وړانګو درملنه یا radiation therapy)) هم د ادنوفازي سبب شي.

د خوړو د تېرولو پر مهال درد یا ادنوفازي کېدایشي فیزیکل لامل ولري یعني د ناروغ په مړۍ کې کوم جسم بند وي او د خوړو له تېرېدو مخنیوی کوي، یو تر ټولو زیات پېښېدونکی لامل د ماهیانو هډوکي دي چي د خوړولو پر مهال کېدایشي پهمرۍ کې بنده شي.

سالنډۍ هم کیدایشي د ادنوفازي د امله رامینځ ته شي ځکه چي هر هغه شی چي په مرۍ کې د خوړو او د څښاکو د تېرېدو لاره بنده کړې د هوا لاره هم بندوي او ناروغ د سالندۍ سره مخامخ کیږي، دا چي له یادو لاملونو څخه کوم یو لامل د ناروغ په مرۍ کې د درد د پیدا کېدو سبب ګرځېدلی دی دقیقو معایناتو ته ضرورت لري او ډاکتر باید دغه ټوله لاملونه په نظر کې ونیسي.

د ادنوفازی د تشخیص لپاره اضافي معایناتونو ته ضرورت نه شته ځکه چي ډاکتر کولای شي په فیزیکي دقیقه معاینات کې د ناروغۍ لامل پیدا کړي، په ځینو مواردو که ډاکتر له ستونزي سره مخ شي نو کېدایشي انډوسکوپي تر سره کړي او که به انډوسکوپي شی نه شو ښکاره نو بیا د مانومټري معاینات تر سره کړي او بیا درملي ورکړي.

خو که ډاکټر د ادنوفازي د لامل په معلومولو کې پاته راشي یعني د ناروغ په مرۍ کې د دلیل پرته او په طبیعي توګه درد رامینځ ته شوی وي نو بیا کومي ځانګړې درملنې ته ضرورت نه شته و یاده ستونزه د وخت په تېرېدو سره خپله ښه کیږي. د زوکام او د سختو الرجیو د امله یاده ستونزه رامینځ ته کېدایشي، د درملو تجویز او اپرېشن د یادی ناروغۍ له درملنو څخه شمېرل کیږي.

د خوړو په تېرېدو کې ستونزه ډیسفاژي ممکن په مړۍ یا ستوني کې د ناخوالو ښودنه وکړي، مړۍ د خولې څخه ډوډۍ تر معدې پوري رسوي، که څه هم دغه ستونزه د هر چا دپاره پېښېدایشي، خو په زیات عمر لرونکو او ماشومانو کې زیاتره دغه ستونزه رامینځ ته کېدایشي. زیات داسي لاملونه شته چي د مرۍ په فعالیت کې خنډ رامینځ ته کولایشي چي ځینې معمولي او ځینې یې جدي ستونزي بلل کیږي. که یو یا دو ځله د خوړو د تېرولو پر مهال له ستونزو سره مخ شئ ډاکتر ته د تګ ضرورت نشته خو که دغه ستونزه دوام پیدا کړي بیا نو حتما ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

ډیسفاژي د ستونزي شدت هم بېلابېل دي، که درد معمولي غوندي وي په دې معنی دی چي ډوډۍ په ځنډ سره تر معدې پوري رسیږي خو که درد زیات وي نو په دې معنا دی چي مرۍ مو بنده شوې ده چي په دغه صورت کې مرۍ د قی وهلو په وسیله خواړه بهر ته باسي، نو پکار دی چي تشخیص کره وي او معایناتونه په دقیقه توګه تر سره شي، که د یادي ستونزي لامل سرطان وي نو ستونزه په ناڅاپه نه رامینځ ته کیږي بلکي د ناروغ په مرۍ کې وړو وړو درد رامینځ ته کیږي او د وخت په تېرېدو سره شدت مومي.

۵۰ ډوله عضلې او عصبونه د خوړو په تېرولو کې رول لوبوي نو په هم دې خاطر د ډوډۍ په تېرولو کې ستونزه کولای شي بېلابېل لاملونه ولري، د معدې ریفلاکس، د زړه ایشنا، ګواتر، د مرۍ پاړسوب، د مرۍ سرطان، د مرۍ تبخال او اپیګلوټیټ له یادو لاملونو څخه شمېرل کیږي.

اپیګلوټیت داسي ستونزه ده چي د ناروغ په مرۍ کې د پاړسوب سبب ګرځي او کېدایشي د ناروغ ژوند له خطرې سره مخ کړي، له خولې د ناړو بهېدل، ږغ کې بدلون، په ستوڼي کې د بهرني جسم د بندېدو احساس، ولټۍ، د وزن کمېدا، د زړه ایشنا، ټوخی، د ډوډۍ خوړولو پر مهال د سالندۍ احساس او د خوړو په ژولو کې ستونزه د یادي ناروغۍ له نښو څخه بلل کیږي. ځینې پرمختللي معایناتونه هم شته دي چي د تشخیص سره مرسته کولای شي لکه د ایکسرۍ باریم، فلوروسکوپي، انډوسکوپي او مانومتري، په ماشومانو او زړو کې یاده ستونزه کولای شي د ناروغ ژوند له ګواښ سره مخ کړي، که د مرۍ ستنوزه د اعصابو سره تړاو ولري نو بیا ناروغ ته ځینې ځانګړي پرکټیسونه ورکول کیږي.

همدارنګه په ځینو مواردو کې ممکن په مرۍ کې د ننه داسي یوه اله کښېښودل شي چي د مړۍ هغه برخي چي تنګي شوي دي خلاص کړي، همدارنګه که یو خارجي جسم په مرۍ کې بند وي نو بیا د اسکوپ په منډلو سره مرۍ خلاصېدایشي، درملي او اپریشن هم کولای شي د دې ستونزو د درملنو څخه وي.

 

 

ټیګونه